ECC - Pashtu

  • Increase font size
  • Default font size
  • Decrease font size
Home خبرونه
E-mail Print PDF

د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون غړو او کارکوونکو ته دوه ورځنی ښوونیز پروګرام ترسره شو

news8د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون د ولایتي کمیسیونونو د غړو او کارکوونکو د ظرفیتونو د لوړتیا په موخه دوه ورځنی ښوونیز سیمینار د ۱۳۸۹ کال د وږي له ۸ تر ۹ د دوشنبې او سې شنبې په ورځو د کابل سرینا په هوټل کې ترسره شو.

په دغه ښوونیز پرورګرام کې  د ټاکنو د ورځې او ترهغې وروسته د شکایتونو د ترلاسه کولو د بهیر ، د ټاکنو په ورځ د ټاکنیزو سرغړونو او بې نظمیو پیژندنې ، د شکایتونو د ترلاسه کولو څرنګوالی ، ترلاسه شویو شکایتونوته رسیدنه ، د ټاکنو د ورځې اوترهغې وروسته له شکایتونو د رپوټونو برابرول ، دټاکنو په ورځ د کارکوونکو سلوک او کړنې ، د شکمنو ځایونو او مرکزونو د څیړنې او پلټنې څرنګوالی د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون د کړنو او سلوک اصول او د ټاکنو په ورځ یوله بل سره د کاري همغږۍ د ټینګولو څرنګوالی ، د ټاکنیزو شکایتونو ولایتي کمیسیونونو له ټاکنو سره د اړوندو بنسټونو د مرستو څرنګوالی اود امنیتي مسئلو په اړوند د ولایتي کمیسیونونو کارکوونکو ته زده کړه ورکړ شوه .

په دې ښوونیز پروګرام کې  د هر ولایت د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون یو غړی ، حقوقي مدیران او د ښوونې مدیرانو ګډون کړی وو .

د یادونې ده چې په دې ښوونیز پروګرام کې روزنیزې پاڼې ، فورمونه اود افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون د سندونو او کړنو کتاب ، د عامه پوهاوي او روزنې د دفترونو لخوا د  ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون غړو او کارکوونکو ته ورکړل شول .

 

د ولسي جرګې له وروستي نوملړ څخه لس تنه نوماندان لرې شول

د ولسې جرګې د اتو تنو نوماندانو نومونه له ورستي نوملړ څخه لرې شول

د ټاکنیزو شکایتو نو کمیسیون له لورې د مالي او اداري چارو په اړوند یو روزنیز سمینار ترسره شو

د ولسي جرګې یو شمیر نوماندان په نقدي جریمو محکوم شول

د هغو نوماندانو په هکله چې تر دې مهاله یې له خپلو دندو استعفا نه ده ورکړې لسګونه شکایتونه ثبت شوي دي

د ولسي جرګې له وروستي نوملړ څخه د یودیرش تنو کاندیدانو نومونه حذف شول

د ټاکنیزو شکایتونو د ولایتي غړو ښوونیز پروګرام پای ته ورسید

 

ژبو تبدیلول