قضاوت وال سید مراد شریفي (مشر)
قضاوت وال سید مراد شریفي د کابل یوهنتون د شرعیاتو پوهنځي څخه فارغ ، د قضایي ستاژدوره یې بریالۍ پای ته رسولې او لمړی د ننګرهار د ښاري محکمې د غړي په توګه مقرر او بیا وروسته د کابل پوهنتون د شرعیاتو د پوهنځي د تفسیر او احادیثو په دیپارتمنت کې د استاد په حیث دنده درلوده.
د رو سانو د اشغال نه وروسته د پاکستان هیواد ته کډوال او د هجرت نه د راستنیدو وروسته د قاضي په توګه یې خپلې دندې ته دوام ورکړ ، د عربي مصر،عربي المغرب او ایتالیا هیوادونوکې یې قضایي کورسونه لوستي او د پنځو مهمو پرله پسې دندو وروسته چې په عالي دولتی بست کې د سترې محکمې د مدني او عامه حقوقو د دیوان غړی او بیا د تجارتي دیوان مستشار ، د بغلان ، ننګرهار او پکتیا ولایتونو د استیناف د محکمو د رئیس په توګه یې تر سره کړې ، د ستری محکمې د پلټې د عمومی رئیس په توګه وګمارل شو ــ ښاغلی شریفي اسیا ، اروپا او افریقا هیوادونو ته څو ځله سفرونه کړي او دوه ځلې یې د حج فریضه هم اداء کړې. شریفي د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون د غړي په توګه د افغان ولسمشر له خوا تعین او بیا د ددغه کمیسیون د غړو له خوا د کمیسیون د رئیس به توګه ټاکل شوی دی. ډیر
څیړنوال شاه سلطان عاکفي
مخکې له دې چې د افغانستان د علومو اکادمۍ غړیتوب او د څیړنوال رتبه تر لاسه کړي ،نوموړی د بیلابیلو موسسو سره په سیاسي او ټولنیزه چارو کې د کارپوه او خبریال په توګه دنده تر سره کړې ده .
د نړیوالو موسساتو سره د څو کلونو دندو وروسته ښاغلی عاکفي بیرته علمي څیړونو ته مخه وکړه ، او په همدی وخت کې د ولسي جرګې د بشري منابعو د چارو پرمخوړلو لپاره وګمارل شو. ښاغلی عاکفي د ساینس پوهنې او مدیریت په زیاتو پروګرامونو کې ونډه اخیستې، او د نړۍ بیلا بیلو هیوادونو ته یې سفرونه کړي دي،
ښاغلي عاکفي همدارنګه ډیر ستاینلیکونه یې لاس ته راوړي او یو دولتي مډال یې هم تر لاسه کړی دی . د نوموړي ډیر اثار چاپ شوي دي. ډیر
قاضي یوهان کریګلر
یوهان کریګلر، د سهیلي افریقا د بشري حقونو دایمي قانون پوه او د اساسي قانون د تطبیق محکمې پخوانی قاضي دی .
نوموړي د خپل هیواد د لومړنیو دیموکراتیکو ټاکنو رهبري، چې په ۱۳۷۲ هجري شمسي کال کې ترسره شول په غاره لرله او همدارانګه په خپل هیواد کې د ټاکنیزې دایمي پروسې د جوړولو مشري هم کرې ده
یوهان کریګلرپه دولسو نویو دیموکراتیکو هیوادونو کې لکه شرقي تیمور(۱۳۷۷هجري شمسي) ، پاکستان، افغانستان، عراق، سیرالیون، لیبیریا، او په دې وروستیو کې د ( ۱۳۸۶ هجري شمسي)څخه د کینیا په هیواد کې، د ټاکنو د چمتو کولواو د ټاکنو د اداره کولو او څیړنو کې بوخت وه ، اوددغو هیوادونو د ولسمشریزو او پارلماني ناکامو ټول ټاکنو د څیرنیز کمیسیون مشري په غاړه لرله.
ښاغلی یوهان کریګلر دا مهال د ټاکنیزسیستم د نړیوالې ټولنې یا (IFES) او د نړیوال مشورتي هیت غویټوب لري. ډیر
ښاغلی احمد ضیا رفعت
ښاغلی رفعت په ځوانۍ کې د کلاسیکو ادبیاتو او شعر په ویلو سره، دا په ډاګه کړه چې ،کولای شي د شاعر، لیکوال او د یو فعال ادیب د جایزې ګتوونکی شي.
د روسانو د اشغال په وخت کې ښاغلی رفعت ایران ته کدوال شو او دغه موده کې یې هڅه کوله تر څو فرهنګي فعالین سره یو ځای کړي او د فرهنګیانو د يوځای کولو لپاره یې مخکښ رول ولوباوه، رفعت افغانستان ته د بیا راستنیدو وروسته د حکومت پر وړاندې د انتقادي شعرونو په ویلو یې پیل وکړ، نوموړي خپله ماسټري د ادبیاتو په برخه کې د کابل پوهنتون د ادبیاتو د پوهنځي څخه لاس ته راوړې ،او په ۱۳۸۱ کال کې د کابل پوهنتون د استاد په توګه وګمارل شو او خپلو ادبي فعالیتونو ته يې دوام ورکړ،او په عین حال کې د لوړو زدکړو په وزارت کې یې هم دنده تر سره کوله. په۱۳۸۴ کال کې یې د لوړو زده کړو وزارت څخه استعفا ورکړه اویو سیاسي او ټولنیز څیړونکي شو. ښاغلی رفعت په پوهنتون کې خپلې دندې ته دوام ورکړ او تر دې مهاله د نوموړي لسګونه مقالې او کتابونه چاپ شوي دي. ښاغلی رفعت د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون رسمي ویاند دی. ډیر
ښاغلی صفوت صدقي
مصطفي صفوت راشد صدقي، د بغداد پوهنتون د حقوقو پوهنځي څخه فارغ شوی دی . نوموړی د کلونو لپاره د کرد ستان په سلمانیه ښار کې د حقوق پوه په توګه دنده تر سرې کرې او په دغه ډګر کې ډیره تجربه لري.
ښاغلی صفوت دا مهال د عراق د وکیلانو ټولنې او د کردستان د حقوق پوهانو د اتحادیې غړیتوب لري. هغه په ۱۹۹۱ کال کې د کردستان د بشری حقوقو مؤسسې بڼسټ ایښودونکی دی. نوموړی په ۲۰۰۷ میلادي کال کې د واشنګتن دیسي په ښار کې د دیموکراسۍ لپاره د وقف ملي غړی و. ښاغلی صفوت د عراق په بغداد ښار کې د ۲۰۰۴ کال څخه تر ۲۰۰۷ کاله پورې د ټاکنو په خپلواک کمیسیون کې چې نوې جوړه شوې وه، د کمیشنر په توګه دنده تر سره کړې ده .
د عراق د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ۲۰۰۵ میلادي کال د جنوري په میاشت کې (د عراق د ملي شورا د انتقالي ټاکنو) ، د ۲۰۰۵ میلادي کال د اکتوبر د میاشتې د اساسي قانون په هکله د ریفراندم او د ملي شورا د ټاکنو څخه یې نظارت کاوه .
ښاغلی صفوت یو کال د سودان د ټاکنو په ملي کمیسیون کې دسلاکار په توګه پاتې شوی دی . نوموړی په ۲۰۱۰ کال کې د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون د کمیشنر په توګه انتصاب شوی دی . ډیر



د ټاکنیزو شکایتونو د مرکزي کمیسیون غړي

