د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون
د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون یوه خپلواکه افغاني اداره ده، چې د ټاکنو قانون د ۶۱ مې مادې پر بڼست د ټاکنیزې پروسې د ټولو اعتراضونو او شکایتونو د څیړنې په موخه را منځته شوې ده.
د غه کمیسیون یوه خپلواکه اداره ده او د ټاکنو د خپلواک کمیسیون پوری تړلی نه دی . دغه کمیسیون یو ځل بیا د ۱۳۸۹ کال د ولسی جرګې د ټاکنو لپاره را منځ ته شوی دی.
د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون دوه غوره دندې لری:
لومړی: د نوماندانو د شرایطو په هکله د اعتراضاتوڅیړل او همدارنګه د ټاکنو قانون د ۶۳ مادې پر بڼسټ د ټاکنیزو سرغړونو څیړل.
لومړی مسوولیت ته په ځیرنې د اعتراضونو د رسیدو لړۍ پای ته رسیدلې او کیدای شي چې نور اعتراضونه د کمیسیون دفتر ته راونه رسیږي .نو پر همدې بنسټ د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون د رسید لو اعتراضونو پر وړاندې په یو مناسب وخت د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د منظم مهال ویش او د غوښتنو په پام کې نیولو سره خپل وروستی هوډ نیولی ترڅو د ټاکنو خپلواک کمیسیون خپل وروستی نوملړ جوړ کړي .
د ټاکنو د پروسې په بهیر کې –ټاکنیزې مبارزې (د ۱۳۸۹ کال د چنګاښ ۲څخه د وږي تر ۲۵ ) ، رایې ورکول (د وږي ۲۷ ) ، د رایو شمیرل ( د وږي له ۲۷ وروسته ) د ټاکنیزو شکایتونو په اړوند د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون د ټاکنو د قانون د ۶۳ مادې پر اساس کړنې ترسره کوي. د ټاکنیزو سر غړونو په هکله شکایتونه د درېو ورځو په اوږدو کې د ټاکنیزو شکایتونو په کمیسیون کې ثبتیږي .
دویم : د ټاکنیزې سرغړونې د اثبات په صورت کې د ټاکنو د قانون د ۶۴ مادې پر بڼست جریمه کول او مجازات .
د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون پنځه غړي لري ،چې د ولسمشر لخوا منصوب شوي دي. ددغه کمیسیون درې غړي کورني او دوه یې بهرنیان دي.
کورني غړي یې عبارت دي له: ۱- قضاوت وال سید مراد شریفي د کمیسیون رئیس(د افغانستان د سترې محکمې څخه) ۲- احمد ضیا رفعت(د کابل پوهنتون د ژورنالیزم د پوهنځي استاد) ۳- سرمحقق شاه سلطان عاکفي(د ولسي جرګې د بشري منابعو مشر) بهرني غړي یې عبارت دي له : ۱- محترم صفوت صدقي د( د عراق د هیواد څخه) ۲- محترم قاضی یوهان کریګلر(د سهیلي افریقا د هیواد څخه).
ددغه کمیسیون د غړو د پریکړې پر بڼست قاضي سید مراد شریفي د کمیسیون د رئیس او احمد ضیا رفعت د کمیسیون د ویاند په توګه تاکل شوی دی .
د ټاکنیزو شکایتونو دکمیسیون مرکزي دفتر په کابل کې موقعیت لري، اوهمدارنګه د دغه کمیسیون ولایتي دفترونه په ټول هیواد کې شتون لري او د کمیسیون څخه استازیتوب کوي . د ټاکنیزو شکایتونو ولایتي کمیسیونونو غړي او کارکوونکي ټاکل شوي او دفترونه یې فعالیتونه او کړنې لري.
ددغه کمیسیون هر ولایتی دفتر د لومړني مرجعې په توګه صلاحیت لري چې د ټاکنیزو سرغړونو په هکله پریکره وکړي پرته د استیناف طلبۍ په صورت کې چې موضوع د ټاکنیزو شکایتونو د مرکزي دفتر لخوا څیړل کیږي.
هرحکمي او حقوقي شخصیت چې د ټاکنو په بهیر کې د ټاکنیزو تخطیو په هکله ادعا ولري د ټاکنیزو شکایتونو په مرکزي او ولایتي دفترونو کې د شکایت د ثبتولو حق لري. همدارنګه د ټاکنیزو شکایتونو مرکزي او ولایتي دفترونه صلاحیت لري چې د تخطۍ په لیدلو سره د شکایت کوونکي د شکایت پرته خپله شکایت ثبت کړي او د قانون پر بڼست یې څیړنه وکړي.





