ECC - Pashtu

  • Increase font size
  • Default font size
  • Decrease font size
E-mail Print PDF

د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون

د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون یوه خپلواکه افغاني اداره ده، چې د ټاکنو قانون د ۶۱ مې مادې پر بڼست د ټاکنیزو پروسې د ټولو اعتراضونو او شکایتونو د څیړنې په موخه را منځته شوې ده.

د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون یوه خپلواکه اداره ده او د ټاکنو خپلواک کمیسیون پوری تړلی نه دی . د غه کمیسیون  یو ځل بیا د ۱۳۸۹ کال د ولسی جرګې د ټاکنو لپاره را مینځ ته شوی دی.

د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون دوه غوره دندې لری:

لومړی: د نوماندانو د شرایطو په هکله د اعتراضاتوڅیړل او همدارنګه د ټاکنو قانون د ۶۳ مادې پر بڼسټ د ټاکنیزو سرغړونو څیړل.

دویم: د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون پنځه کمیشنران لري ،چې د ولسمشر لخوا منصوب شوي دي. ددغه کمیسیون درې کمیشنران کورني او دوه یې بهرنیان دي.

کورني کمیشنران عبارت دي له: ۱-محترم قضاوت وال سید مراد شریفي د کمیسیون رئیس(د افغانستان د سترې محکمې څخه) ۲-محترم سرمحقق شاه سلطان عاکفي د کمیسیون غړی(د ولسي جرګې د بشري منابعو مشر) ۳-محترم احمد ضیا رفعت د کمیسیون غړی(د کابل پوهنتون د ژورنالیزم د پوهنځي استاد)   بهرني کمیشنران عبارت دي له : ۱-محترم صفوت صدقي د کمیسیون غړی( د عراق د هیواد څخه) ۲-محترم قاضی یوهان کریګلر د کمیسیون غړی(د سهیلي افریقا د هیواد څخه).

د ټاکنیزو شکایتونو دکمیسیون مرکزي دفتر په کابل کې موقعیت لري، اود دغه کمیسیون ولایتي دفترونه په ټول هیواد کې شتون لري او د کمیسیو ن څخه استازیتوب کوي.

ددغه کمیسیون هر ولایتی دفتر د لومړني مرجع په توګه  صلاحیت لري چې  د ټاکنیزو سرغړونو په هکله پریکره وکړي پرته د استیناف طلبۍ په صورت کې چې موضوع د ټاکنیزو شکایتونو د مرکزي دفتر لخوا څیړل کیږي.

هرحکمي او حقوقي  شخصیت چې د ټاکنو په بهیر کې د ټاکنیزو تخطیو په هکله ادعا ولري د ټاکنیزو شکایتونو په مرکزي او ولایتي دفترونو کې د شکایت د ثبتولو حق لري. همدارنګه د ټاکنیزو شکایتونو مرکزي او ولایتي دفترونه صلاحیت لري چې د تخطۍ په لیدلو سره د شکایت کوونکي د شکایت پرته خپله شکایت ثبت کړي او د قانون پر بڼست یې څیړنه وکړي.

 

ژبو تبدیلول